پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني ديپلوماتان په واشنګټن کې له اجازې پرته سفر نه شي کولی

پاکستاني ديپلوماتان په واشنګټن کې له اجازې پرته سفر نه شي کولی

په امریکا کې د پاکستاني ديپلوماتانو پر سفر د بندیز راپور تایید شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تامس شینن ویلي چې د سفارت په چارو کې دا ډول اقدامات عادي خبره ده. تامس شینن وویل چې امریکا دغه بندیز د پاکستاني د حکومت د پریکړې په غبرګون کې لگولی دی، د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې پر امریکایي ديپلوماتانو بندیز لګولی چې له اجازې پرته سفر نه شي کولی. نوموړي د افغانستان په اړه هم ویلي، چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي. هغه ویلي، پاکستان باید په سیمه کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي له ملاتړه لاس واخلي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پوښتنو ته ځواب ووایي. هغه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ګټور بللی دی او په وینا یې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار کول به ددې سبب شي، چې په افغانستان کې سوله راشي او ثبات ټینګ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *