دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني لوبغاړي د دغه هېواد په څير ترهګریز فکرونه لري

پاکستاني لوبغاړي د دغه هېواد په څير ترهګریز فکرونه لري

پاکستان چې په نړۍ کې په ترهګرۍ پالنې مشهور دی او ويل کېږي چې د ټولو ترهګرو ځالې او پټنځايونه په دغه هېواد کې شتون لري، اوس يې لوبغاړي هم د ترهګرۍ فکر تر اغېز لاندې دي او په کرکټ کې ورته عملونه ترسره کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی چې له تېرو دوه کلونو راهيسې يې په نړيواله کچه زيات شهرت موندل، د لوبغاړو تر سوځولو وروسته خپله خوښي پر يوه خاصه بڼه نمانځي، لومړی لاسونه ځمکې ته ښکته کوي او بيا دواړه لاسونه په شدت سره هوا ته پورته کوي.

د حسن علي دغه انداز د هغه د ډېرو مينوالو پام ځانته راړولی و، چې يو ځانګړی انداز بلل کېده، د نوموړي د دغې حرکت په اړه بېلابېل نظرونو شتون درلود، خو کله چې حسن علي د خپل دې حرکت په اړه يوې نړيوالې رسنۍ سره په ويډيو مرکه کې څرګندونې وکړې، نو دغه غوټه خلاصه شوه.

نوموړی په دغه ويډيويي مرکه کې وايي: ((له کومې چې د پاکستان ملي لوبډلې ته راغلی يم، دغه حرکت ترسره کوم، که تاسو وګورئ زه درې کاره ترسره کوم، لومړی خپل لاسونه ځمکې ته ښکته کوم، بيا يې پورته کوم او بيا يې په هوا کې خلاصوم، دا د يو بم مانا لري چې د توپوهونکي پر لور وغورځول شي او هغه پرې له منځه لاړ شي، دا حرکت مې په کور کې په څو څو ځله تمرين کړی دی، ځکه خلک ساعت تېري غواړي او دا حرکت ما د خپلو مينوالو لپاره جوړ کړی دی.))

څرنګه چې ورزش يو جلا خوند او رنګ لري، نو کرکټ هم له ورته حرکتونو ډېر جلا دی، خو ډېر کله پر يو لوبغاړي د هغه د هېواد دود دستور او ځينې نور کارونه ډېر تاثير کوي، چې په حسن علي باندې د خپل هېواد د دغه توليد اثر زيات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *