دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / کراچۍ: پاکستاني پولیس د خاوشا سیمو اوسېدونکي زوروي

کراچۍ: پاکستاني پولیس د خاوشا سیمو اوسېدونکي زوروي

د پاکستان د کراچۍ ښار پولیس له هغو سیمه ییزو اوسیدونکو سره لاس او ګریوان شوی چې د حکومتي کارکوونکو لپاره له جوړو شوېو کورونو څخه د دوی د وتلو له کبله اعتراض کوي.

ټلوېزیوني انځورونه ښیې چې پولیس افسران د اکتوبر پر ۲۴ له خپلو برقي ډنډو سره له خلکو سره ښکېل دي.

اعتراض کوونکو پولیس په ډبرو ویشتل او څلور تنه یې ژوبل کړل. دا خبره د پولیسو یوه ویاند کړې ده.

د سند وزیر اعلی مراد علي شاه وروسته له سیمې څخه د پولیسو د وتلو امر کړی دی.

ځینې راپورونه وایي، په دې شخړو کې د دواړو لورو لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

پولیس افسر شمایل ریاض وویل، لسګونه هغه اعتراض کوونکي نیول شوي چې له یادو کورونو څخه د خلکو د تخلیې چارو خنډ ګرځېدل.

په جولای میاشت کې سترې محکمې امر کړی و، دغه کورونه چې د حکومتي کارکوونکو لپاره جوړ شوي او په غیرقانوني ډول نور کسان په کې اوسېږي، باید تخلیه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: