جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني چارواکي به د ولسمشر ټرمپ په ځواب کې څه ووايي؟
Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi Chairs Meeting of the National Security Committee in Islamabad on November 15, 2017

پاکستاني چارواکي به د ولسمشر ټرمپ په ځواب کې څه ووايي؟

پاکستان د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ټویټ په اعتراض کې وروغوښت. د نوي عيسوي کال په پيل سره د پاکستان په اړه ټرمپ څرګنده کړه چې پاکستان ورسره د ترهګرۍ په جګړه کې درواغ ويلي او د دوی مرستې يې د هغو ترهګرو په غښتلي کولو لګولي چې امريکايي ځواکونه ورسره په افغانستان په جګړه بوخت دي.
جمهور رئیس ټرمپ د کال په لومړی ورځ لیکلي دوو چې “[پاکستان] مونږ ته پرته له درواغو او خطا ایستلو بل څه ندي راکړي”.
هغه څه چې دونالد ټرمپ نورو امريکايي مشرانو تر اوسه د پاکستان په هکله لیکلي دي: د ٢٠١١ کال د دسامبر په ٦: پاکستان زمونږ دوست ندی. د ٢٠١٢ کال د جولای پنځمه: پاکستان په دې خاطر چې شپږ کاله یې اسامه بن لادن ته پناه ورکړه، څه وخت به له مونږ بخښنه وغواړي.
د ٢٠١٢ کال د جنورۍ ١٧: پاکستان ته مو په میلیاردونو ډالر ورکړل، خو څه مو ترلاسه کړل؟ خیانت او بی حرمتي – لا له دې هم بد.
د ٢٠١٦ کال د مارج ٢٧: د اسلامي سخت دریځو بل برید، دا ځل په پاکستان کې یې مسیحي ښځې او ماشومان په نښه کړل. زه په یواځې ځان هغه حل کولای شم.
د ٢٠١٦ کال د نوامبر ٨: زما پاکستان خوښیږي. یو عالي هیواد، عالي ځای، عالي خلک.
د ٢٠١٧ کال د اکتوبر ١٣: د پاکستان او د هغه د مشرانو سره د ښه اړیکو غښتلي کول پیل کوم. په زیاتو برخو کې د هغوی د همکارۍ په خاطر زیاته مننه کوم.
د ٢٠١٨ کال د جنورۍ لومړی نیټه: پاکستان مونږ ته پرته له درواغو او خطا ایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی… نور به داسې نکیږي!
د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ د صدراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ غونډه وکړه او ټاکل شوې چې سبا ته به د ملي امنیت د کمیټې غونډه وشي چې د ښاغلي ټرمپ د نیوکې په وړاندې د پاکستان رسمي غبرگون په ډاگه کړي.​
د جمهور رئیس ټرمپ د ټویټ له خپریدو لږ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په خپل لومړني غبرگون کې ولیکل چې نړۍ به له حقیقت نه خبره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *