د پاکستان د ملي امنیت شورا ددغه هېواد د اوبو او پولو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د پاکستان د ملي امنیت شورا همدا راز په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي او په وینا یې پر خبریالانو برید پر ولسواکۍ برید دی. یادې شورا د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ په خپله غونډه کې پرېکړه کړې، چې له افغانستان او ایران سره د پولو وضعیت ارزوي او د امنیت د لا تامین لپاره به پراخې هڅې کوي. امنیت شورا همدا راز په پاکستان کې د اوبو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې اړه یې د یوې واضح تګلارې د جوړولو پرېکړه کړې ده. د پاکستان ډېری اوبه له افغانستان او هند ورځي چې په دې وروستیو کې ددغو اوبو کمښت پاکستان له ستونزو سره مخ کړی دی. عباسي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د اوبو د تامین په اړه دې واضح او مشخصې تګلارې برابرې او عملي کړي.
