نن سهار په ډیره اسماعیل خان کې د نامالومه وسله والو له لوری یو پولیس وژل شوی دی یادې سیمې د پولیسو د وینا له مخې وژل شوی پولیس نن سهار د کور نه د خپلی وظیفې پر لور روان وو چې په ناڅاپه توګه د دوه موټر سایکل سپرو د ډزو سره مخ شو چې د ډزو په ترڅ کې ووژل شو .
پولیسو د برید په تړاو په سیمه کې چاڼیز عملیات تر سره کړي چې په پایله کې د پیښې په تړاو د معمول په څېر کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
تر دې مهاله د برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې یا شخص نده اخستي خو دا ډول بریدونه عمومآ په پاکستان کې د دغه هېواد مخالفه وسلوالې ډلې تر سره کوي