د افغانستان پاکستان د ګډو سوداګرۍ خونو مشر زبیر موتیوالا له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه بازار له لا ډېر ګواښ سره هم مخ دی. دده په خبره دمګړی د پاکستاني صادارتو ځای، هندي اوچینايي توکو نیولی دی او پاکستان خپل پنځوس سلنه بازار په افغانستان کې له لاسه ورکړی دی. زبیر زیاتوي ان دودیز توکي لکه اوړه او اغوستنتوکي چې پخوا له پاکستان افغانستان ته تلل اوس هلته بازار نه لري. هغه ویلي د هندي توکو مشتریان وځ تر بلې ډېرېږي. موتیوالا همدا راز وایي پاکستان ته د درملنې په موخه د افغانانو ورتګ هم کم شوی او اوس د پاکستان پر ځای هند ته د درملنې لپاره ترجیح ورکوي.
