په کابل کې د پاکستان سفارت دننګرهار پر والي تور پورې کړی، چې په جلال اباد کې ددوي د کونسلګرۍ د ویزې په چارو مداخله کوي.
دوی ویلي، څو پورې چې دافغانستان حکومت دوی ته د کونسلګرۍ دامنیت ډاډ نه وي ورکړی، د کونسلګرۍ د ویزې چارې به بندې وي.
خو د ننګرهار ولایت مقام وایي، چې دوی یواځۍ بهر د خلکو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره نظم جوړ کړی او د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ولایت مقام تور پورې کړې، چې د پاکستان د کونسلګرۍ مامورین هره ورځ سلګونه زره کلدارۍ له افغانانو د ویزو لپاره رشوت اخلي.
