دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان: افغانستان باید د سولې په ټینګښت کې سیاسي، هر اړخیزه برخه واخلي

پاکستان: افغانستان باید د سولې په ټینګښت کې سیاسي، هر اړخیزه برخه واخلي

پاکستان ویلي دي چې افغانستان کې داوږدې امریکایي جګړې پائ ته د رسولو لپاره د خبرواترو دپاره د سیاسي هواري د هڅو ملاتړ کوي اؤ ټوله نړۍ هم په دې یوه خوله ده چې دافغان کشالې هوارول یوازې د سیاسي لارې ممکمن دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپله وینا کې د پاکستان استازې ملیحه لودهي ویلي دي چېدپاکستان اوسنی وزیراعظم د څو کلونو راهسې پهدې خبره ټینګار کوي چې افغانستان کې امن یوازېهاغه مهال ټینګیدلی شي چې ټولې خواوې پهسیاسي کچ کیدونکو خبرو کې برخه ولري.

هغې وویل پاکستان افغانستان کې د سولې د روانوهڅو نه یوازې ملاتړ کوي بلکې په دې کې خپلېکوټلې همکارۍ ته هم چمتو دی.

هغې وویل له افغانستان پرته بل یو هیواد هم ترڅلورو لسیزو جګړه،نړیوال مداخلت اؤ بې ثباتي نه دهلیدلې اؤ هیڅ یو هیواد ته افغانستان کې د امنیت پهټینګښت دومره ګټه نه شي رسیدلی څومره چېپاکستان ته رسیږي.

هغې وویل د تیر کوچني اختر په مهال افغانستان کېشوی اوربند دا خبره په ډاګه کوي چې که اړوندهخواوې وغواړي نو افغانستان کې بشپړ سوله اؤ ثباتټینګیدلی شي.

په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ امریکا طالبانوسره د سولې هڅې چټک کړي اؤ څيړونکي وایي چېنړیوالې ټولنې په پاکستان هم فشارونه سیوا کړيچې طالبان باید افغان دولت سره د سولې خبرو تهکښینوي خو پاکستان دریځ لري چې په طالبانو یېزیات وس نه رسیږي.

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ روانه میاشت کې پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ دپاکستان چارواکو سره لیدنو کې یې په هغوئ غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د سولې اؤ امن دپاره خپل رول ترسره کړي.

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې یې خپلو لاسونو کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وايي افغانستان کې امن تر ټولو زیات د پاکستان په ګټه دی.

دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدلو وروسته پخپله لمړۍ وینا کې ویلي وؤ چې افغان حکومت سره به ښې اړیکې جوړوي،دسولې په راوستو کې به مرسته کوي اوهڅه به وکړي چې داروپايي هیوادونو په څیر افغانستان سره دخپل هیواد پولې پرانستې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *