دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان اوس دوسلوالو طالبانو لاس نیوي په افغانستان کې کوي

پاکستان اوس دوسلوالو طالبانو لاس نیوي په افغانستان کې کوي

 د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په تر خپلې ولکې لاندې سیمه کې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، پاکستان يې تمويلوي او ډاکټران يې ورته رالېږلي دي.
په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قېمتي پرون رسنیو ته وویل چې پاکستان په دغه ولايت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې د ژوبلو شویو طالبانو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
قېمتي زیاته کړه، دا روغتیايي مرکزونه د ترینکوټ په اړونده سيمه كې جوړ شوي چې پاکستاني ډاکټران پکې د طالبانو پر درملنې بوخت دي.
نوموړي همدارنګه وویل: “موږ کشفي او استخباراتي معلومات لرو چې پاکستاني ډاکټران ارزګان ته راغلي او دلته د طالبانو تداوي کوي، ځکه چې طالبان پاکستان ته خپل ټپیان نه شي وړلی، دا ډېر وخت غواړي، خو دلته د دوی درملنه ډېره اسانه شوې ده، موږ هغوی ته ډېرې ضربې واردې کړې دي.”
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې طالبانو په ارزګان ولایت کې ټول روغتیايي مرکزونه د دوه نیمو میاشتو لپاره ځکه تړلي وو چې تر خپل واک لاندې سیمو کې يې د جراحي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوله چې بیا له حکومت سره تر موافقې وروسته بېرته پرانيستل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: