دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان اوس غواړي چې امریکا د بندیزونو سره خپله خوا د پولې دواړو خواو ته په پښتنو سړه کړي
A Pakistani soldier keeps vigil next to a newly fenced border fencing along with Afghan's Paktika province border in Angoor Adda in Pakistan's South Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

پاکستان اوس غواړي چې امریکا د بندیزونو سره خپله خوا د پولې دواړو خواو ته په پښتنو سړه کړي

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی، چې دې هېواد امريکايي چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې که د پاکستان او افغانستان پر پوله د طالبانو پر ضد پاتې راغلل، دا چاره به سيمه خورا اغېزمنه او ناامنه کړي. پاکستاني چارواکو وېره څرګنده کړې ده، چې د دې تر ټولو بد اغېز به پر پاکستان وشي.

ډان نيوز د باوري سرچينو له خولې خبر ورکړی، چې افغانستان او سيمې لپاره د امريکا له نوې تګلارې سره سم دا هېواد غواړي د پولې دواړو خواو ته دوه اړخيزه عمليات پيل کړي، څو د پوځي عملياتو له لارې طالبان مات او د کابل ادارې سره خبرو اترو ته اړ کړي.

سرچينه ليکي، چې پاکستان له دې سره څه اختلاف نه لري، خو اسلام اباد له دې تګلارې اندېښمن دی، ځکه پاکستاني چارواکي وېره لري، چې که د طالبانو پر ضد منظمه نظامي تګلاره ناکامه شوه، دا به څه پايلې ولري؟

دا څرګندونې له هغه وروسته دي، چې د امريکا دفاع وزير څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې پاکستان سره په ګډه به د ترهګرو د ځپلو يوه تګلاره پر مخ يوسي او «موږ په دې پوره باور لرو، چې د پاکستان دولت به د دې تګلارې په بشپړولو کې مثبت رول ادا کړي».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: