چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / پاکستان ته د تورخم له لارې د افغانانو تګ کم شوی دی

پاکستان ته د تورخم له لارې د افغانانو تګ کم شوی دی

جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ تړلو وروسته د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانانو تګ کم شوی دی.
رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې په جلال اباد کې د قونسلګرۍ په بندېدو سره د تورخم له لارې د افغانانو تګ شل سلنه کم شوی او افغانان د ویزې اخیستو لپاره مجبور دي کابل ته لاړ شي.
د پاکستاني چارواکو په خبره د قونسلګرۍ د تړلو وړاندې هره ورځ پنځه زره کسان پاکستان ته تلل خو اوس دغه شمېر کم شوی دی.
جلال اباد کې پاکستان خپله قونسلګري په دې ادعا وتړله چې د ننګرهار والي یې په چارو کې لاس وهنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *