شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان ته د زړه اوسپنې قاچاق د ننګر هار ولایت فابریکې سقوط سره مخ کړي دي

پاکستان ته د زړه اوسپنې قاچاق د ننګر هار ولایت فابریکې سقوط سره مخ کړي دي

افغان سوداګر پاکستان ته د اوسپنې پر قاچاق اندېښمن دي. د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان ته د داغمه وسپنې قاچاق په دغه ولایت کې د اووسپنې د ویلي کولو یو شمېر فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخامخ کړې دي. د ننګرهار د سوداګریزو خونو رئیس شمس الحق مجاهد وویل؛ هره ورځ د وسپنې د ویلې کولو فابریکې له ۳۰ تر څلوېښت ټنه اوسپنه تولیدوي، خو د نوموړي په وینا که د اوسپنې د قاچاق مخنیوی ونه شي، ښایي دغه رقم اتیا تر سلو ټنو پورې ورسېږي. له دې وړاندې د مالیې وزارت ويلي و د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له هېواده بهر د اووسپني د قاچاق مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات په پام کې لري خو دا چې دا اقدامات څه دي تر اوسه یې څرک نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *