دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د ترهګرو په نظر ګوري

پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د ترهګرو په نظر ګوري

د پاکستان حکومت د روانې جنورۍ میاشتې په درېيمه نېټه پاکستان کې مېشتو راجستر او غېر راجستر کډوالو ته د دغې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړه.

پاکستان وايي چې دا افغان کډوال، په ځانګړې توګه غېر راجستر يې، په سرحدي سیمو کې د داعش د نفوذ د زیاتوالي سره د ملي امنیت له پاره ګواښ دی.

د ټريبیون ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، یوه چارواکي چې د کابینې غونډه کې يې برخه اخیستې وه، ویلي، چې د کابینې اکثریت وزیران افغان کډوالو ته د نور وخت ورکولو خلاف وو او د اورګاډو وزیر سعد رفیق کډوالو ته د نور وخت ورکولو په اړه له غوسې ډکې خبرې کولې.

دغه چارواکي چې نوم يې نه دی ښودل شوی، زیاته کړې چې د فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماء ګوند دوه غړي چې وړاندې به يې د کډوالو ملاتړ کاوه، په دې موضوع چوپ وو او څه يې نه ویل.

کابینې په غونډه کې ومنله چې کډوال يې د هېواد ملي امنیت ته ګواښ دی. دغه راز ټولو دا هم ومنله چې د روان کال د جون میاشتې اخوا به کډوالو ته د اوسېدو نور وخت ورکول ناشوني دي.

دغه غونډه کې ومنل شوه چې د ټولو (څلورو ایالتونو) سره په مشوره به پلان جوړېږي، څو د جون له میاشتې وروسته د کډوالو ژر ستنېدل یقیني کړي.

افغان کډوال چې هېواد کې يې لا هم وضعیت نورمال نه دی، هېواد ته بېرته تګ کې زړه نا زړه دي.

افغان حکومت ویلي، دوی به هڅه وکړي چې پاکستان قانع کړي، څو کډوالو ته یو کال نور وخت هم ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: