چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان خپل زور اوس په ټرانزیټو لارو امریکا ته خایي

پاکستان خپل زور اوس په ټرانزیټو لارو امریکا ته خایي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان په دې لټه کې دی څو د دې خاورې له لارې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تجهیزاتو او خوراکي توکیو پر لیږد بندیز ولګوي. دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او اواشنګټن تر منځ اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ کچې ته رسېدلې دي. د روان کال د جنوري په لومړۍ نیټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پاکستان د ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې که دا هېواد په خپله خاوره کې د وسلوالو ډلو پټنځایونو د له منځه وړو په برخه کې جدي اقدامات ونه کړي، خپلې ټولې مرستې به ورباندې بندې کړي. له هغه دوه ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خپلې ټولې نظامي مرستې وځنډولې. بلخوا نن د پاکستان نیشن ورځپاڼې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوري چارواکې له خولې ویلي؛ پاکستاني چارواکې غواړي چې په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ته له دې خاورې لیږدېدونکي تجهیزات بند کړي، خو زیاته کړې یې ده چې تر اوسه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: