دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان خپل ښوېدلي اعتبار اوس په کاذبه لار  لاس ته راوړي

پاکستان خپل ښوېدلي اعتبار اوس په کاذبه لار  لاس ته راوړي

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې هر پاکستاني هیله لرلې چې افغانستان کې سوله او ثبات وي او له پاکستان ډېر بل هېڅ هېواد یوه سوله ییز افغانستان ته اړتیا نه لري.

کرکټر چې سیاستوال شوی، دغه څرګندونې يې اسلام اباد کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې کړي دي.

عمران خان ویلي چې هېواد کې يې له افغان کډوالو سره د مېلمنو په څېر چلند شوی دی.

خان چې پخوا يې هم د تورخم دروازې له تړلو سره مخالفت کړی و، دا ځل یې بیا افغان سفیر ته وویل چې د پولې (ډيورنډ کرښې) تړل د حل لاره نه ده او ازاده سوداګري د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د ټرېبیون رسنۍ د راپور پر بنسټ، خان ویلي چې جغرافيې موږ او افغانستان سره نښلولي یو.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلي دي. وروستیو کې اسلام اباد کې مېشت افغان سفیر پاکستان کې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سیاستوالو سره کتلي دي.

پاکستان افغان کډوالو ته د روانې جنورۍ میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د اوسېدو وخت ورکړی دی. کابل او اسلام اباد کې مېشت افغان سفارت دواړو هڅې پېل کړي، څو دغه موده یو کال یا لږ تر لږه شپږ میاشتې نوره هم وغځوي؛ خو تر اوسه يې له پاکستاني اړخه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: