شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان دافغانان کډوالو ستنولو په نوم امریکا نه نوي مرستې غوښتي

پاکستان دافغانان کډوالو ستنولو په نوم امریکا نه نوي مرستې غوښتي

پاکستان دافغانان کډوالو ستنولو په نوم امریکا نه نوي مرستې غوښتي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي که چرې امریکا په پاکستان دتورونو لګولو نه لاس واخلي اؤ په دغه هیواد کې دمیشته دریوؤ میلیونو افغان کډوالو په درناوي بیرته خپل هیواد ته لیږلو دپاره پاکستان ته مرستې ورکړي نو پاکستان بیا پخپله خاوره دترهګرو دنشتوالی ضمانت ورکولی شي.
دافغان کډوالو دبیرته لیږلو په نوم امریکا نه دنوؤ مرستو دا غوښتنه پاکستان وروستو له هغې کړې چې روانه میاشت کې واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې امنیتي اؤ نظامي مرستې وتړلې اؤ دپاکستان څخه یې وغوښتل چې پخپله خاوره دحقاني شبکې اؤ نورو ترهګرو ډلو دپټو ځالو په ضد ګامونه واخلي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: