سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان دري میاشتې وخت لري چې د ترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلې

پاکستان دري میاشتې وخت لري چې د ترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلې

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی، چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې له شاملولو وړاندې امريکا پاکستان ته ۳ مياشتې وخت ورکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف څرګنده کړې ده، چې د اېف ای ټي اېف ادارې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو لېست کې د پاکستان له شاملېدو وړاندې درې مياشتې مهلت ورکول شوی دی. دغه اداره د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر ضد مبارزه کوي او هغه هېوادونه چې توندلارو سره مالي مرستې کوي، په خپل لېست کې اچوي. پاکستان وړاندې هم د دريو کلونو لپاره په همدې لېست کې پاتې شوی دی.

امريکا له څه مودې راهيسې هڅې پيل کړې وې، چې پاکستان يو ځل بيا د دې ادارې په لېست کې ځای کړي او د همدې لپاره يې پر غړو هېوادونو هم زور راوړی و. خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په خپل ټويټ کې څرګنده کړې ده، چې يادې ادارې ۳ مياشتې وخت ورکړی دی، څو له دې چارې ځان وژغوري.

خواجه اصف دا د امریکايي پرېکړې پر وړاندې د پاکستان بريا بللې ده، چې په وينا يې امريکا سره نورو هېوادونو دا خبره ونه منله.

هغه خبر ورکړی چې اېف ای ټي اېف به تر راتلونکې جون پورې د بل راپور انتظار وکړي. ښاغلي اصف د هغو لوريو مننه کړې چې په دې کار کې يې مرسته ورسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني شنونکو څرګنده کړې، چې که د امريکا دغه اقدام بريالی هم شي، نه به د اسلام اباد پر پاليسۍ اغېز ولري او نه به افغانستان کې امريکا د خپلو موخو ترلاسه کولو کې بريالۍ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *