شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان دسېمې هېوادونو په کړکېچ کې خپلې ګټې لټوي

پاکستان دسېمې هېوادونو په کړکېچ کې خپلې ګټې لټوي

امریکا او پاکستان ته په کار ده، چې پر خپلو اړیکو تمرکز وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف په یوه نړیوال اقتصادي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا دې له پاکستان سره اړیکو ته د افغانستان اړخه نه ګوري، بلکې واشنګټن او اسلام اباد ته په کار ده، چې پر خپلو اړیکو تمرکز وکړي. دده په وینا امریکا دې له پاکستان سره په خپلو اړیکو کې د افغانستان مسئله نه مطرح کوي، ځکه پاکستان او امریکا په سیمه کې ګډې ګټې لري. خواجه آصف ویلي، هغه څه چې له یوه کال راهیسې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې روان دي ښه زېری نه لري او پاکستان له دې درکه اندېښمن دی. خواجه اصف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینی دی. امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان په اړه سخت دريځ خپل کړی دی. همدا روانه اونۍ سپینې ماڼۍ له پاکستان وغوښتل چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي. د ټرمپ ویاندې وویل، پاکستان دې یا طالب مشران ونیسي او یا یې دې له خپلې خاورې وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: