جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان دعوه کوي چې د دغه هېواد په سرحدي سېمو بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوي دي

پاکستان دعوه کوي چې د دغه هېواد په سرحدي سېمو بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوي دي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر باجوه ادعا وکړه چې په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په “سرحدي سیمو کې ۱۳۰ ترهګریز بریدونه شوي دي‌ چې ۱۲۳ یې په افغانستان کې پلان او تنظیم” شوي وو. ښاغلي باجوه دا خبره د جرمني‌ د مونیخ په امنیتي‌ کنفرانس کې وکړه. پاکستان ادعا کوي چې د “طالبانو مشران په افغانستان” کې دي،‌ خو افغان حکومت یې دا تورونه نه مني او بر عکس پاکستان د اورپکۍ په ننګې تورنوي. دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ له پاکستان نه غواړي چې په خپلې خاورې کې د اورپکو پنا ځایونه ختم کړي،‌ مشران دې یې یا ونیسي‌او یا دې وشړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: