پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان دولت ومنله چې وړمه ورځ یي په خوست ولایت کې د افغان په خاوره تېری کړي دی

پاکستان دولت ومنله چې وړمه ورځ یي په خوست ولایت کې د افغان په خاوره تېری کړي دی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د خوست په ځاځي میدان او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه د “اولې درجې” احضاراتو په حالت کې دي او پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې بیا به د افغانستان پر خاوره تېری نه کېږي.

د افغان ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د ځاځي میدان او ډنډپټان ولسواليو په څلورو ستراتيژیکو سیمو کې يې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه له هر ډول بېړني حالت سره مخامخ کېدو ته تیار دي، خو په سیمه کې وضعیت کرار شوی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش

زیاته کړه:

“موږ خپلې پوځي قطعې د ځاځي میدان او ډنډپټان ولسوالیو په څلورو ستراتيژیکو سیمو کې ځای پرځای کړي چې اوله درجه احضارات لري. موږ د هغو ترورېستانو فعالیت ته منظر یو چې ښايي وروسته په سیمه کې فعالیت وکړي، لارې بندې کړي یا خلکو ته ستونزې جوړې کړي. خو هغه مسئله چې له پاکستاني پوځیانو سره پېښه شوې وه؛ حل شوې، وضعیت کاملاً ارام دی او هېڅ ستونزه نشته.”

د افغانستان د سرحدي امنیت د ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ملېشه قواوو «فرنټيرکورپس» ترمنځ وسله‎واله نښته، د یکشنبې په سهار وختي د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې وشوه چې له دواړو خواوو یو شمېر کسان په‎کې ووژل او زخمیان شول.

د خوست والي رسنیو ته وویل چې د پاکستان د سرحدي ملېشه قواوو پینځه مړي یې پرون مقابل لوري ته وسپارل.

د ملي دفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش رسنیو ته وویل، د یکشنبې په ورځ د پاکستان سرحدي ملېشه قواوو پر ګډه پوله نوې پوستې جوړولې او په غیرقانوني ډول د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو.

د هغه په وینا، سیمې ته ورغلي پاکستاني پلاوي منلې چې د هغوی له لوري تېری شوی او ژمنه یې کړې چې بیا به داسې نه کېږي.

ښاغلی رادمنش وايي:

“څېړنې لا هم روانې دي، تاسو پوهېږئ چې موږ د ډيورند کرښې پورې غاړې ته نه یو تللي چې د هغوی مړي ډنډ پټان ته را وړو، بلکه په افغانستان کې په جګړه کې وژل شوي دي. د پکتیا د قول اردو قوماندان په سیمه کې دی. افغان او پاکستاني لوري سره کتلي او ژمنه یې کړې چې بیا به داسې تېری نه‎کېږي.”

عنایت حسین توری، د پولې پورې غاړې ته د باجوړ اوسېدونکی دی.

ښاغلی توري د هغې جرګې غړی و چې پرون دوشنبه د پاکستان له لوري خوست ته د لانجې د حل‎لپاره استول شوې و.

هغه تېره شپه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل:

“د دې غاړې چې کوم قبایل دي، د کُرمې اېجنسۍ، قبایلي مشران پرون د ځاځي میدان له قبایلو سره وغږېدل او پردې خبرې وشوې چې د سیمې د امنیت د ساتلو او د داسې پېښو د مخنیوي لپاره به ټول کار کوو او پر سرحدونو به تېری نه‎کوو.”

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یکشنبې په ورځ یې ځواکونو پر ګډه پوله ګزمه کوله او د اغزن سیم «سیم خاردار» لګولو لپاره يې تیاري نیوله چې د افغانستان له لوري برید ورباندې وشو.

د پاکستان حکومت تېر کال اعلان وکړ چې د خپلو سرحدي سیمو د امنیت د ښه کولو لپاره پر ګډه پوله، اغزن سیم لګوي.

افغانستان تل پر پاکستان تور لګوي چې پر خاوره یې تېری کوي، خو پاکستان یې ردوي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته په وروستي سفر کې ژمنه وکړه چې د سرحدي ستونزو د حل او ښه امنیت لپاره به له افغان لوري سره همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *