جمعه , مې 7 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: د افغانستان د ستونزو د سیاسي حل لارې غوښتونکي یو

پاکستان: د افغانستان د ستونزو د سیاسي حل لارې غوښتونکي یو

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا وویل د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل لارې غوښتونکي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې نن د یاد هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته راشي. فیصل پرون په اسلام‌اباد کې افغانستان ته د عباسي د سفر په اړه یوې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان صدراعظم افغانستان ته ځي، دوی به پرمختګونه وګوري، خو پاکستان په وار وار د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي، پاکستان غواړي د افغانستان ستونزې د خبرو او سیاسي پروسې له لارې هوارې شي، د صدراعظم سفر د دې پروسې یوه برخه ده. د پاکستان د صدراعظم د سفر په درشل کې تېره اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی وو، چې تر خبرو وروسته د هېواد بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې خبرو یو لړ پرمختګونه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *