چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د افغان سولې له نوې طرحې ملاتړ کړی دی

پاکستان د افغان سولې له نوې طرحې ملاتړ کړی دی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه ویلي چې هېواد د سولې په برخه کې د افغان حکومت له نوې طرحې ملاتړ کوي او هیله یې ښودلې چې، طالبان به هم په دې برخه کې نرمښت وښيي څو دواړه غاړي له یوې سیاسي لارې مطلوبې پایلې ته سره ورسېږي. د پاکستانۍ د نېشن ورځپاڼې په حواله، جنجوعه دا خبرې له افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره په لیدنه کې کړې دي. په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي پرون پاکستاني لوري ته د افغان حکومت د صمیمانه اړیکو غوښتنې او د تروریزم په برخه کې د دواړو هېوادونو د جدي همکارۍ پیغام جنجوعه ته وړاندې کړ. جنجوعه په دې لیدنه کې د سولې په اړه د افغان حکومت له نوي طرحې نه د ملاتړ تر څنګ وویل هېواد یې چمتو دی چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي. هغه دغه راز ویلي په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګته ده او دوی به د پاکستان د خوندي ساتلو لپاره هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: