دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان د امریکاد فشارونو غچ له افغانستان نه اخلي

پاکستان د امریکاد فشارونو غچ له افغانستان نه اخلي

پر پاکستان د امریکا له فشارونو وروسته په افغانستان کې نا امني زیاته شوې، په کابل او د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه شوي دي. د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی پر پاکستان فشارونه د وروستیو نا امنیو لامل ګڼي. معصوم ستانکزي وړمه ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل، په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ او خونړۍ پېښې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له کبله د ډېرو شويو فشارونو له کبله دي.
د سیاسي چارو شنونکي د معصوم ستانکزي د دې څرګندونو په غبرګون وايي چې که پر پاکستان د امریکا فشار په افغانستان کې د سولې او امن پر ځای د نا امنۍ او وحشت لامل کېږي، نو پکار ده چې دا فشارونه بند شي، ځکه دا فشارونه د افغانانو په ګټه نه دي.
دوی وايي، افغانان له دې امله پر پاکستان د فشار غوښتنه کوي چې په افغانستان کې امن او ثبات راشي، خو که پایله سرچپه وي، نو دغه فشار ته اړتیا نشته.
د چارو شنونکی وحیدالله غازيخیل وايي چې د امریکا له خوا پر پاکستان فشار باید په افغانستان کې بریدونه او جګړه کمه کړي، خو که دا کار نه کېږي، نو دا فشار موږ ته ګټه نه کوي.
نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل چې افغانان پر پاکستان د هغه ډول فشار غوښتنه کوي چې افغانستان امن کړي.
د سیاسي چارو بل شنونکی نصرت الله حقپال وايي چې امریکا پر پاکستان د دې لپاره فشار نه راوړي چې په افغانستان کې امن او ثبات زیات شي. نوموړی وايي چې پر پاکستان د امريکا فشارونه د نورو موخو لپاره دي چې د افغانستان له امنيت او ثبات سره مرسته نه کوي.
ښاغلي حقپال مسیر ورځپاڼې ته وویل چې امریکا په افغانستان کې لا هم جګړه غواړي او د همدې لپاره پر پاکستان داسې فشار نه راوړي چې په افغانستان کې د امن او ثبات سبب شي. د حقپال په وینا؛ د امریکا نوې تګلاره ښکاره په افغانستان کې پر جګړه او وژنو ټینګار کوي او افغانستان د همدې تګلارې پر اساس لا زیات د جګړې او وحشت لوري ته وړل کېږي.
وړمه ورځ د ملي امنیت رییس د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د ناامنۍ د زیاتېدو یو لامل دا دی چې پاکستان د امریکا له خوا تر فشار لاندی دی او هغوی دغو فشارونو ته په غبرګون کې په افغانستان کې بریدونه کوي.
سیاسي شنونکي ټینګار کوي چې حکومت باید له امریکا وغواړي چې پر پاکستان کارنده فشار راولي، داسې فشار چې په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې د پاکستان په پوځ او هغو کړیو باید فشار راشي چې په افغانستان کې د جګړې تر شا دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *