شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د امریکا د لاس اله ده، د اړتیا په وخت تري کار اخلي

پاکستان د امریکا د لاس اله ده، د اړتیا په وخت تري کار اخلي

پاکستان د امریکا ملګری و، خو امریکا پرېښود. پرویز مشرف امریکا غږ ته په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا تل پاکستان د خپل ضرورت په وخت ملگری کړي او بیا یې پریږدي. هغه زیاته کړې چې پاکستان تل د امریکا وفادار ملګری و، خو امریکا یوازې د اړتیا پر مهال استفاده ترې کړې ده. هغه ویلي دواړو هېوادونو ته په کار ده، چې سره کینې او ستونزې حل کړي. مشرف ویلي د امریکا او پاکستان د اړیکو د خرابېدو ستر لامل افغانستان دی او په افغانستان کې روان وضعیت ددې سبب شوی چې امریکا او پاکستان په خپلو کې سره ښې اړیکې و نه لري. هغه د امریکا او پاکستان ښې اړیکې پر افغانستان اغېز لرونکې بللې دي او په وینا یې د خبرو له لارې هر څه سمېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: