سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د امریکا غبرګونونه چیلنج کوي

پاکستان د امریکا غبرګونونه چیلنج کوي

پاکستان د سپينې ماڼۍ په وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر ویلي، امریکا نه شي کولی د پاکستان په خاوره کې عملیات او بریدونه وکړي. سپينې ماڼۍ په دې وروستیو کې ویلي چې امریکايي ځواکونه کولی شي په افغانستان او پاکستان دواړو کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي. خو د سپینې ماڼۍ دغه څرګندونې د پاکستان له توند غبرګون سره مخ شوې دي. د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر وایي له خپل هېواد دفاع کوي او امریکا دا حق نه لري چې ددوی په خاوره کې بریدونه وکړي. نوموړي له امریکا غوښتي چې د پاکستان استقلال ته درناوی وکړي. خرم دستګیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې امریکايي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې ځینې غړي په یوه برید کې ووژل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: