چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / اقتصاد / پاکستان د بهرنې هېوادونو قرضو د ناکامۍسره مخ کړي دی

پاکستان د بهرنې هېوادونو قرضو د ناکامۍسره مخ کړي دی

د پاکستان سټېټ بېنک په دې اړه په خپل یوه تازه رپورټ کې وايي، له دومره غټې قرضې سره په پاکستان کې د بهرنۍ کرنسۍ د تبادلې زېرمې او د قرض د ادایګۍ په مدت کې هم کمزوري لیدل کېږي.

اقتصادپوهان وایي د پاکستان حکومت تر خپل وس زیاتې قرضې اخلي او د ٢٠١٧م کال تر پایه پورې پاکستان ٨٨.٩ ملیارده ډالره قرضه اخیستې وه چې په یو کال کې دا رجحان د ١٣.٢ ملیارده ډالرو زیاتې قرضې ته رسېدلی دی.

د ٢٠١٦م کال تر پایه پورې پر پاکستان بهرنۍ قرضه ٧٥.٧ میلیارده ډالره وه چې په دغه وخت د پاکستان ټولې زېرمې ١٨.٦ میلیارده ډالره وې، خو د زېرمو کچه هم اوس له ١٨.٦ نه ١٢.٨ میلیارده ډالرو ته را ټیټه شوې ده.

په بهرنيو پورونو کې اصلي زیاتوالی د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د خپلواکو بانډونو د جاري کولو او د ګرانو تجارتي پورونو د اخیستلو له امله راغلی.

په بهرني پور کې زیاتوالی په داسې وخت هم لیدل کیږي چې له پاکستان سره د بهرنۍ کرنسۍ زېرمې هم په کمېدو دي.

د پاکستان مرکزي بېنک د روان مالي کال له پیله تر اوسه ٣.٥ میلیارده ډالره بایللې دي. دا خطرناکه شمېره د حکومت د هغو لارو چارو په لټولو کې ناکامي ښیي، چې له لارې یې هېواد ته امدن راتلای شي.

اقتصادپوهان وایي د خزانې د دې خرابې وضعې د ښه کولو لپاره پاکستان ته پکار ده، چې د روان مالي کال بهرنۍ سرمایه کاري له ٢۴ یا ٢٦ میلیارده ډالرو پورته وخېژوي. حکومت دغه هدف ١٨ میلیارده ډالره ښیي.

د اتلس او څلرویشت ملیارده ډالرو شمېرې تر منځ د ٦ ملیارده ډالرو دغه فرق به د پاکستان حکومت له خپل اړخه پوره کوي چې دغه پیسې به یا له بهرنیو قرضو یا د بهرنۍ کرنسۍ له پرتو زېرمو څخه پوره کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: