یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د تحریک طالبان ډلې مشر ملافضل الله سخر د خوشی کولو امر ورکړئ

پاکستان د تحریک طالبان ډلې مشر ملافضل الله سخر د خوشی کولو امر ورکړئ

د پاکستان یوې محکمې د امریکا ضد هغه سخت دریځه ملا د خوشی کولوحکم ورکړ چې د ۲۰۰۱ کال وروسته، د خپلو زرګونو داوطلب وسله والو سره یوځای په أفغانستان کې د طالبانو په پلوۍ د امریکا په مشرۍ حملې ضد جګړې ته ورغلی و. دا خبره د ملا صوفي محمد مدافع وکیل وکړه.

د صوفي محمد خوشی کیدل په داسی وخت کې کیږي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې خرابوالی مخ په زیاتیدو دی، ځکه جمهور رئیس ټرمپ په اسلام اباد د امریکا مرستې بندې او پاکستان يي پدې ملامت کړې چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکوي.

مدافع وکیل فدا ګل وویل صوفي محمد د ناروغۍ له امله خوشی کیږي او د خوشی کیدو رسمي پړاو يی د سه شنبې (جنوري۹) په ورځ پیل شو. صوفي محمد چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله خسر هم یادیږي، په ۲۰۰۹ کال بندي شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: