سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د ترهګرو دملاتړ له امله خپلو خلکو ته زيان اړوي

پاکستان د ترهګرو دملاتړ له امله خپلو خلکو ته زيان اړوي

مک ماسټر وایي چې لدې کبله د پاکستان نه ډیر مایوسه دی چې پاکستان د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي او دا یې د خپل ولس د گټو پر ضد ده. د امریکا د ملي امنیت مشاورمک ماسټر وویل ” ټویټ په خپله دا څرگندوي چې ولسمشر ټرمپ مایوسه شوی دی او مونږ د پاکستان سره د همکارۍ قدر کاوه. خو ټرمپ د پاکستان نه په دی سبب مایوسه شوی دی چې هغوي د ترهگرو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. هغوي د ترهگرو ډلو ترمنځ توپېر کوي. یواځې د هغه ډلو په ضد اقدامات کوي چې وغواړي. پاکستان د ترهگرو ډلو نه په بهرنۍ پالیسۍ کې د وسیلې په توگه گټه پورته کوي.”
د دوشنبې د ورځې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان په اړه د یو ټویټ نه وروسته چې پاکستان یې دروغجن او تیرایستونکی وباله، د ترهگرۍ په ضد د پاکستان په رول بیا بحثونه پارولي دي.
ښاغلي ماسټر په پاکستان تور ولگاوه چې په خپل ملک کې د ترهگرو د ملاتړ سره هغوي د خپلو خلکو مفاد ته تاوان رسوی چې د هغه په وینا دا ډیره د مایوسۍ خبره ده.
هغه وویل “پاکستان د خپل ولس د گټو په ضد کار کوي چې د دغو ترهگرو په ضد پرته د کوم توپیر نه اقدامات نه کوي، طالبانو او د حقاني شبکې غړو ته اډې او پناځایونه ورکوي. دغو ترهگرو د پاکستان د ځینو سیمو او د افغانستان نه دوزخ جوړ کړیدی.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: