په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو قومندان جنرال جیمز هاکر له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، امریکا غواړي د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات تر سره کړي. د نوموړي په وینا له دې وروسته به امریکا طالبانو ته دا اجازه ور نه کړي چې له خپلو امنو مرکزونو په افغانستان کې خونړي بریدونه تر سره کړي. دده په وینا طالبان په پاکستان کې امن مرکزونه لري چې هلته نه یوازې خپله جګړه تنظیموي بلکې د مخدره موادو قاچاق او کارو بار هم له همدې ځایه پر مخ وړي. ددغه امریکايي جنرال په خبره دوی به پاکستان مجبور کړي چې په خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او ددغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
