پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د ترهګرې د تولید کارخانې نه بندوي، خو امریکا تری د همکاري هيله کوي

پاکستان د ترهګرې د تولید کارخانې نه بندوي، خو امریکا تری د همکاري هيله کوي

امريکا اوس هم هيله لري چې پاکستان به د ترهګرۍ پر وړاندې د سمې مبارزې  په موخه خپلې کړې  ژمنې عملي کړي.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سټېفن ګولډسټيان په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه زياته کړه چې دوى تر اوسه پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه  د ياد هېواد رسمي دريځ نه دى ترلاسه کړى .

نوموړي هيله څرګنده کړه چې پاکستان به د خبرو مېز ته چمتو شي او هغه ژمنې عملي کړي چې پخوا يې د ترهګرو  د ځپلو په موخه کړې وې.

سټېفن وايي، پاکستان ورسره د ترهګرو د خوندي ځالو د ختمولو ژمنې کړې وې او اوس ددې وخت رارسېدلى چې دا ځالې له منځه يوسي.

د يادونې ده چې امريکا څو ورځې مخکې پر پاکستان د  نږدې دوه ميليارده ډالرو پوځي مرستې وځنډولې او ګواښ يې وکړ، که چېرې پاکستان د ترهګرو پر ضد سم اقدامات ونه کړي؛ نو دا مرستې به بېخي بندې کړي.

بلخوا د امريکا دفاع وزارت ويلي، پاکستان ددې وړ تيا لري چې په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر ضد اقدامات وکړي .

د دفاع وزارت ( پنټاګان) وياندې مېرمن ډانا وايټ پرون خبريالانو ته وويل چې دا د پاکستان لپاره يو ښه چانس دى چې په دې برخې مهمې پرېکړې او اقدامات وکړي.

هغې د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ کې د هندوستان د رول او همکاريو ستاينه وکړه  او په ډاګه يې کړه چې هند د سوېلي اسيا په پرمختګونو کې فعال رول لوبولى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *