سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د ترهګرې لاس نه اخلي که څه هم د نړیوالو فشارونو سره مخ دی

پاکستان د ترهګرې لاس نه اخلي که څه هم د نړیوالو فشارونو سره مخ دی

پاکستان وايي په سیمه کې د پرمختګونو لپاره لومړنی شرط په افغانستان کې ثبات دی. د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار نصیر خان جنجوعه له برېتانوي سفیر نیکولاس کې سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی. په افغانستان کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کې په یوه رسمي سفر اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. نیکولاس له پاکستان غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او همدا راز د افغانستان د سولې په پروسه کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي. په دې لیدنه کې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار نصیر جنجوعه ویلي چې په سیمه کې د هر ډول پرمختګ لپاره لومړنی شرط په افغانستان کې د سولې راتلل دي. دده په وینا د افغانستان سوله په پاکستان کې د سولې او ثبات په مانا ده، نو ځکه خو دوی هڅه کوي په دې برخه کې مرسته وکړي. د برېتانیا سفیر هم ټینګار کړی، چې پاکستان دې د افغانستان د سولې په پروسه کې جدي همکاري وکړي د ترهګرو پر ضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: