یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د خپل شرم پټولو لپاره غېر منطیقې خبري کوي

پاکستان د خپل شرم پټولو لپاره غېر منطیقې خبري کوي

پاکستان وايي په افغانستان کې د روانو جګړو له امله د پاکستان ملامتول غیر عادلانه کار دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په اونیزه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې نشته دي او له دې امله د پاکستان ملامتول عادلانه کار نه دی. نوموړي زیاته کړې د افغانستان پر ډېره برخه خاوره افغان حکومت واک نه لري، نو له همدې امله طالبان له دغو سیمو د خپلو مرکزونو په توګه کار اخلي. فیصل له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د مسئلې پر سر دې له دوی سره خپلې اړیکې نه ورانوي. دده په خبره پاکستان له امریکا سره اقتصادي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې غواړي او امریکا ته هم په کار ده، چې له دوی سره په یادو برخو کې خپلې اړیکې وساتي. هغه د پاکستان پر وړاندې د ټرمپ اقدامات هم غیر منصفانه بللي دي. ډاکټر فیصل ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله یې اقدامات ډېر کړي دي او تر دې دمه یې پر ډېورنډ کرښه ۹۷۵ امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: