پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د خپل هېواد لپاره سرتېري بریدونه حرام بولي خو د نورو هېوادونولپاره يي بیا حلال بولي

پاکستان د خپل هېواد لپاره سرتېري بریدونه حرام بولي خو د نورو هېوادونولپاره يي بیا حلال بولي

د پاکستان دحکومت پلوه دیني عالمانو د ځانمرګو بریدونو پر ضد فتوا صادره کړه.
تر ۱۸۰۰ زیاتو دیني حکومت پلوه عالمانو پر يوه ځای فتوا ورکړې چې ځانمرګي بریدونه د شريعت پر خلاف او ناروا دي.
رسنيو پرون د حکومتي چارواکو له قوله ويلي وو، چې د صادرې شوې فتوا کتاب به خپور کړي.
په پاکستان کې له کلونو راهیسې د ځانمرګو بريدګرو د روزنې مرکزونه فعال دي چې پکې روزل کېدونکي ځانمرګي د افغانستان په شمول نورو هېوادونو ته د بريدونو لپاره استول کېږي.
په دغو مرکزونو کې روزل کېدونکو بريدګرو ته ويل کېږي چې ځانمرګي بريدونه روا او سپېڅلی جهاد دی.
له ۲۰۰۰ زېږديز کال راهیسې په ځانمرګو بريدونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي چې لويه برخه يې ملکيان دي.
که څه هم دغه بريدونه، له دې کبله چې ملکيانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي، غندل شوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې دينې عالمانو د دغه بريدونو د حرمت لويه فتوا صادره کړې ده.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په هغه کتاب کې چې، ټاکل شوې وه پرون خپور شي، ليکلي چې دا فتواوې د يوې منځلارې اسلامي ټولنې ثبات ته لاره هواروي.
ده همدا راز ويلي چې د دغو فتواوو لارښوونې هغه مهال ګټورې تمامېدای شي چې د ترهګرو د له‎ منځه وړلو لپاره په ملي کچه هلې ځلې کېږي.
د ځانمرګو بريدونو د حراموالي په اړه د پاکستان د ديني عالمانو فتوا په داسې حال کې ده چې پر اسلام اباد د ترهګرو د ملاتړ له کبله نړيوال فشارونه ډېر شوي دي.
د روان زېږديز کال په لومړۍ ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړ چې له يوې خوا له امريکا په ميلياردونو ډالرو مرسته ترلاسه کوي او له بلې خوا يې بيا هغو ترهګرو ته امن پټنځايونه برابر کړي چې امريکا يې په افغانستان کې لټوي.
د ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته، له اسلام اباد سره د امريکا کېدونکې نظامي مرستې هم وځنډول شوې او امريکايي چارواکو ويلي چې له پاکستان سره به يوازې په هغه صورت کې بيا مرستې پيل کړي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه وکړي.
پاکستاني چارواکي بيا د امريکا تورونه ردوي او وايي، له ترهګرۍ سره مبارزه ډېر وخت ته اړتيا لري. دوی دغه راز ټينګار کوي، چې په وروستيو کې يې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملياتو کې مهمې لاسته راوړنې درلودلې دي.
له دې ټولو سره سره، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت پلوه يو شمېر ديني عالمانو وړاندې په افغانستان کې روانې جګړې او بريدونه روا عمل او جهاد بللي وو، په نوې فتوا کې يې ويلي چې هېڅوک د جهاد د اعلانولو حق نه لري او ځانمرګي بريدونه هم ناروا عمل دی.
پاکستان کې د مذهبي چارو کارپوهان بیا وایي چی دا ډول فتوواي په پاکستان کې هغه علما صادروي چی یا خو حکومت پلوه دي او یا هم د حکومت لخوا ورته پیسی ورکول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: