شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / پاکستان د دوو مياشتو لپاره ۷۱ ترهګرې ډلې له صدقو ټولولو منع کړي
FILE- In this Monday, Nov. 2, 2015 file photo, Hafiz Saeed, second from right, chief of Pakistani religious group Jamaat-ut-Dawa listens to reporters at a news conference in Islamabad, Pakistan. Reports have surfaced in the Pakistani city of Lahore that a charity run by the militant group Lashkar-e-Taiba has established an Islamic court separate from the regular judiciary. The spokesman of the Jamaat-ud-Dawa charity claims it's not a parallel judicial system but that the court works with the consent of two rival parties to decide disputes. (AP Photo/B.K. Bangash, File)

پاکستان د دوو مياشتو لپاره ۷۱ ترهګرې ډلې له صدقو ټولولو منع کړي

د پاکستان مرکزي حکومت د نړيوالې ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه په ګډون په نورو ۷۱ ناقانونه ګرځول شو, ډلو په چندو راټولو او هلو ځلو بندېز لګولی دی. پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې نېکټا په وېب پاڼه ۶۵ ډلې لاقانونه او د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن سره څلور ډلې د څار په فهرست کې شاملې دي.
د پاکستان د امنيت کمېسون (اې اي سي پي) د ملګرو ملتونو او امريکا لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه ترڅنګ په نورو ډلو د خېراتي چندو په راټولو د بندېز امر کړ دی، د امر ترمخه سرغړونه کوونکي باندې به د يو کروړ روپو پورې جرمانه لګولی شي.
د اسلام اباد مرستيال کمشنر (ر) کېپټن مشتاق احمد په يو حکم کې ويلي ضلعې انتظاميې د ټولو لاقانونه ګرځول شوو په اړوند ۱۴۴ دفعه لګولې او ټولو اړونده ادارو ته يې د دوی د څار امرکړی چې دغو ډلو ته به د چندو راټولولو ترڅنګ د هر ډول هلوځلو اجازه نه ورکول کيږي.
د اړونده چارواکو د وينا له مخې ناقانونه ګرځول شوې ډلې به چندې نشي ټولولی، بېنرې او صندقونه (بکسونه) به نشي لګولی او نه به کوم بله دستوره او کمېپ راجوړوي، دا امر به په سمدستي ډول عملي کيږي او تر دوه مياشتو پورې به په ځای وي.
راپورونه وايي پاکستان دا ګام په داسې حال کې اخیستی، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ډله به د روانې جنورۍ په میاشت کې د پاکستان سفر وکړي، او د هغو ډلو په ضد د پاکستان ګامونه وڅاري چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په لیسټ کې شاملې کړې دي.
يو پاکستاني چارواکي ويلي، که پاکستان د دغو يادو ډلو په ضد اقدام نه کوي نو امکان دی ملګري ملتونه به پرې بندېزونه ولګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: