شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان سولې او ثبات راوستلو ته قوي هوډ لري

پاکستان سولې او ثبات راوستلو ته قوي هوډ لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي امریکا او پاکستان دواړه د ثبات راوستلو هوډ لري او د دې موخې تر لاسه کولو لپاره باید لاسونه یو کړي. احسن اقبال ویلي، د سولې او ټیکاو لپاره د پاکستان ژمنې څرګندوي چې دا هېواد د سولې او ثبات راوستلو ته قوي هوډ لري او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به خپلې هڅې لا زیاتې او پراخې کړي. هغه وویل امریکا په افغانستان کې د پاکستان له مرستې پرته نه سوله کولی شي او نه هم جګړه کې ګټونکي کېدای شي، نو په کار ده چې په همغږې توګه په ګډه د تروریزم د له منځه وړلو لپاره کار وشي. هغه زیاته کړه، پاکستان او امریکا دواړه ستراتیژیکې او تاریخي اړیکې لري نو له دې کبله باید په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي. احسن اقبال تینګار وکړ پاکستان او متحده ایالتونه د اوږد مهاله اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کولو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: