مولوي احمدالله مطیع چې په ملاناني مشهور دی د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر کې د ای ایس ای لخوا په کوېټې ښار کې نیول شوی و
اسلام اباد – د باوري سرچینو له قوله، پاکستاني حکومت د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی مولوي احمدالله مطیع له یو کال بند وروسته بېرته په کراچۍ ښار کې خوشی کړی.
مولوي احمدالله مطیع په ملاناني مشهور دی اصلاً د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستاني استخباراتي شبکې یا ای ایس ای د کوېټې د سټلایټ ټاون له سیمې د مولوي عبدالحکیم له مدرسې څخه وړی و.
د یادولو ده چې ملا نانی د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی، د جلب جذب مسوول او په وروستیو کې د ملا هیبت الله لخوا د محکمو رئیس هم ټاکل شوی و.