جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د عوامي تحریک مشر وايي، پاکستان د افغانستان په مسئله کې مهم رول لرلی شي

پاکستان د عوامي تحریک مشر وايي، پاکستان د افغانستان په مسئله کې مهم رول لرلی شي

پاکستانی سیاستوال طاهر قادري وايي د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې ثبات نه شي ټېنګېدلی. د پاکستان د عوامي تحریک مشر وايي، پاکستان د افغانستان په مسئله کې مهم رول لرلی شي او امریکا باید دا مسئله له پامه و نه غورځوي. هغه له پاکستان سره د امریکا د مرستو ځنډول غندلي او په وینا یې پاکستان میلیاردونه ډالر د ترهګرۍ ضد جګړه باندې لګولي خو امریکا سترګې ورباندې پټوي. د قادري په وینا دوی به امریکا ته هېڅ وخت اجازه ور نه کړي چې د پیسو په خاطر پر پاکستان هغه څه ومني چې د منلو نه دي. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستاني پوځ مبارزه بې ساري بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: