د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کښې چې د افغانستان له ختیځ سره ګاونډ لري، د غلام خان سرحدي لاره پرانیستله شوه.
ایرنا لیکلي دي: غلام خان چې د افغانستان خوست ولایت د پاکستان له شمالي وزیرستان سره نښلوي، په یولړ رسمي مراسمو کښې د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي لخوا بیرته پرانیستله شوه.
د پاکستان حکومت د دغې سرحدي لارې د بیرته خلاصولو موخه له افغانستان سره د دوه اړخیز تجارت پیاوړتیا اعلان کړې ده.
غلام خان سرحد د افغانستان او پاکستان ترمینځ دریم مهم سرحددی.