سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د لښکر طیبه مشر حافظ سعید ادعا کوي چې هند د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

پاکستان د لښکر طیبه مشر حافظ سعید ادعا کوي چې هند د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

د پاکستان د لښکر طیبه / جماعت الدعوة مشر حافظ سعید ادعا کوي چې هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
نوموړی پرون په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، ادعا وکړه چې پاکستان د هند او امریکا له خوا محاصره شوی دی او په خاصه توګه دواړو هېوادونو هڅې کوي ترڅو بلوچستان خپل هدف وګرځوي.
هغه دا ادعا هم وکړه، چې هند هڅه کوي پاکستان د جګړې په ډګر بدله کړي.
لښکر طیبه د نړیوال ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوي او د سلهاو ملکي وګړو په قتل او ترهګریز بریدونو کې مسئول دی.
د لښکر طیبه مشر د ۲۰۰۸ میلادي کال په می میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د نړیوال ترهګر په توګه وپیژندل شو او د همدغه کال په ډسامبر میاشت کې نوموړی د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.
حافظ سعید د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پاکستان د یوې محکمې له خوا له قید څخه خوشي شو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشري ماڼی د حافظ سعید د خوشي کېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې د لښکر طیبه مشر خوشې کول د ترهګرو پر ضد د پاکستان حکومت د ژمنو په هکله د اندیښنې وړ پیغام استوي ځکه دغه اقدام د پاکستان د هغو ژمنو په تضاد کې لیدل کیږي چې ګواکې پاکستان هیڅکله ترهګرو ډلو ته امن ځایونه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *