پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان د نامنلې کرښې دواړوخواو پښتانه په ازغن تارسره تړي

پاکستان د نامنلې کرښې دواړوخواو پښتانه په ازغن تارسره تړي

د افغان حکومت د مخالفت سربیره پاکستان له افغانستان سره په ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار په چټکۍ سره مخ په وړاندې بیايي. پاکستان وایي د ۲۰۱۸م کال تر پایه به د ډیورند کرښې ۹۲ فیصده په ازغن تار وتړل شي. خو افغان څیړونکی او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی وزیرعبدالغفور لیوال په کابل کښې وي او اې ډیوه ته وايي:

“داسې کورنۍ شته چې نیمه کورنۍ يې دې غاړې ته دي او نیمه یې بلې غاړې، داسې کورنۍ هم شته چې ملکیتونه یې دې غاړې ته او کورونه یې بلې غاړې ته. ددې تر څنګ جماعت، دېره، ادیره،ځمکې د اوبو کانالونه (لښتي، ویالې) دا ټول یې نیم شوي نو کله هم دا شان یو اړخیز اقدام د دغې کرښې حقوقي، تاریخي او ولسي ماهیت نه شي بدلولی.”.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو قومندان نعمان ذکریا په سیمه کښې رسنیو ته وايي:
“۱۰۶ کیلومټره سیمه زما تر څار لاندې ده چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه به دا مونږ په مکمله توګه وتړو او د دې نړیوالې پولې یو اینچ به هم داسې پاتې نه شي چې زمونږ په ولکه کې نه وي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *