سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د نړیوالوفشارونو د خلاسون لارپه افغانستان کې ګورې

پاکستان د نړیوالوفشارونو د خلاسون لارپه افغانستان کې ګورې

کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينې جنجوعه په مشرۍ د پلاوي له راتګ سره سم، د چارو شنونکي وايي چې افغان حکومت بايد پاکستان له نړيوالو فشارونو خلاصېدو ته پرېنږدي.
په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د تېرې ميلادي مياشتې تر خونړيو پېښو او بريدونو وروسته ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان دي. که څه هم نوموړي ويلي چې د پاکستان پر ژمنو باور نه کوي خو تېره اونۍ یوه لوړپوړي افغان پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی و چې د چارواکو په وینا، د وروستیو پېښو په تړاو یې اسلام ته «انکار نه منونکي» شواهد وړاندې کړي دي.
په همدې لړ کې پرون د پاکستان يو لوړپوړی پلاوی هم کابل ته راغی او د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو يې افغان حکومت ته د ګډو پلټنو وړانديز کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چار وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي چې د تورونو پر ځای دې دواړه هېوادونه د همکاریو لپاره ګامونه پورته کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي، هېواد يې له پاکستان سره ښې اړيکې غواړي او نه غواړي چې دغه هېواد منزوي شي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا د پاکستان پر نيت شک لري او وايي چې حکومتي چارواکي هم بايد د پلاويو په تګ او راتګ سره پر پاکستان وارد شوی فشار را کم نه کړي.
د افغانستان د مدنې ټولنې د فېدرېشن مشر صدیق انصاري له مسیر ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د حکومت مشران ډېری پرېکړې د تعريف شويو او روښانه سياستونو په چوکاټ کې، نه بلکې د احساساتو له مخې کوي.
انصاري وایي، له پاکستان سره تر دې وړاندې هم ورته اړيکې ټينګې شوې دي، خو هېڅکله يې مثبتې پايلې نه دي درلودلې.
انصاري پاکستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر د لاسته راوړنو په اړه هم شک لري او وایي که په رښتیا هم د افغانانو د دوکه کولو هڅې نه کېږي نو لږ تر لږه د پاکستاني چارواکو يو غږیز یا ویډیويي کلېپ به خپور شوی و چې له افغان لوري سره د پاکستان شوې ژمنې پرې ثابتې شوې وای.
پاکستان ته د تللي افغان پلاوي غړو يوې خبري ناستې ته وويل، پاکستان ورسره منلې چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري، خو وړمه شپه د پاکستان د ملي امنيت شورا په غونډه کې دا ادعا رد شوې او ويل شوي چې طالبان په پاکستان کې هېڅ راز مرکز نه لري.
په وروستيو کې پر پاکستان له دې کبله نړيوال فشارونه ډېر شوي چې ګنې دغه هېواد له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
که څه هم افغان حکومت له تېرو شپاړلسو کلونو راهيسې همدا ادعا کوله، خو په دې برخه کې پر پاکستان فشارونه تر هغې وروسته ډېر شول چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان له وسله والو طالبانو د ملاتړ تور پورې کړ.
ټرمپ د روان لمريز کال په لومړۍ ورځ وويل چې پاکستان له يوې خوا له امريکا په ميلياردونو ډالره مرستې ترلاسه کوي او له بلې خوا يې بيا هغو ترهګرو ته خوندي پټنځايونه برابر کړي چې امريکا يې په افغانستان کې لټوي.
امريکا له همدې کبله له پاکستان سره کېدونکې نظامي مرستې هم وځنډولې او ټينګار کوي چې دا مرستې به تر هغو ځنډېدلي وي چې اسلام اباد د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې اقدام نه وي کړي.
د مدني ټولنې د فدرېشن مشر صديق انصاري وايي، پاکستان له فشارونو د خلاصېدو لپاره دروغجنې هڅې پيل کړې او افغان حکومت ته بويه چې په ناسنجول شويو سياستونو سره له فشارونو په خلاصېدو کې د پاکستان مرسته ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *