یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان د ټویټر بندولو ګواښ کړی

پاکستان د ټویټر بندولو ګواښ کړی

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د ټویټر د بندولو گواښ کړی، چې په دغه هېواد کې د بیان د ازادۍ په ځپلو توندې نیوکې کېږي. په یاد هېواد کې پر ټولنیزو رسنیو هغه وخت د حقوقي فعالانو سخت غبرگون وښود چې د پاکستان حکومت ټویټر ته د بندولو گواښ وکړ. د پاکستان د مخابراتو دولتي ادارې ویلي دي، چې ټویټر د دغه هېواد د ادارو ضد د موادو خپرولو ته دوام ورکړی دی چې له دی کبله یې ورته اخیرې خبردارې ورکړی دی. د مخابراتو ادارې د پاکستان سنا ته په یو سپارښتلیک کې لیکلې چی فیسبوک او یوټیوب ته یې هم دغه ډول خواست کړې و، چې منل شوی دی خو ټویټر یې عريضې ته ځواب نه دی ورکړی او اوس یې ورته اخیرې خبرداری ورکړې دی چې بند به یې کړي. یو مخکښ مدني فعال ویلي، د دې باوجود چې دوی د “قوم پرسته” ځورونکو یو ځواک لري خو د پاکستان دایمي قدرت لرونکي په ټویټر د خپلې بیانیې له ماتې ویریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *