پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د پارلمان غړي غله،مافیا او ډاکوان دي

پاکستان د پارلمان غړي غله،مافیا او ډاکوان دي

د پاکستان وزیر اعظم پارلمان ته په خپله

وینا کې وویل، چې د هېواد اسمبلۍ د دې لپاره ده چې قانون سازي وکړي. نوموړي وویل، د اسمبلۍ دغه استازي د ۲۶۰ ملیونه پاکستانیانو استازي دي.

شاهد خاقان عباسي وویل، د پاکستان ولس استازي په عدالتونه کې کله د غله په نامه یادېږي. کله ورته مافیا ویل کېږي. کله ورته ډاکو ویل کېږي او کله کله دا دړکې ورکول کېږي چې کوم قانون [پارلمان] منظور کړی دی، دا به موږ ختم کړو. وزیر اعظم وویل که څه هم دغه خبرونه په ورځپاڼو کې راځي خو دعا به یې وي چې دغه خبرونه دې ناسم وي.

شاهد خاقان عباسي وویل، د پارلمان په دواړو اېوانونو کې چې د ولس استازي موجود دي هغوی د قانون سازۍ حق نه لري؟ او د قانون سازۍ لپاره به هم موږ له نورو اجازه اخلو؟ په ایین کې د ټولو ادارو دایره یا حدود ټاکل شوی دی، او موږ ټول باید په خپل ټاکلي حد کې و اوسو. که نه وي نقصان د ملک کېږي. هغه وویل موږ بیا بیا لیدلي دي چې کله هم د ادارو ترمنځ کشمکش راغلی دی نو نقصان د ملک شوی دی. نو له داسې یوه کیفیته د ژغورنې لپاره دغه اسمبلۍ ته پکار ده چې پر دې موضوع بحث وکړي. دا یو اړخیزه عمل نه دی، د یوه ګوند خبره نه ده. دا د دې پارلمان مناظره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *