شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د پوځي حکومت مخالف سفیر د نیولو غوښتنه کړي ده

پاکستان د پوځي حکومت مخالف سفیر د نیولو غوښتنه کړي ده

پاکستان له انټرپول پولیسو غوښتي چې په امریکا کې ددغه هېواد پخوانی سفیر حسین حقاني ونیسي. د رسنیو د راپورونو له مخې د فبرورۍ په پنځلسمه د پاکستان یوې محکمې د هغه د حاضرېدو غوښتنه کړې وه، خو حسین حقاني محکمې ته نه دی حاضر شوی. حسین حقاني دمګړی په امریکا کې اوسېږي او د پاکستان د اوسني پوځي حکومت مخالف دی. هغه د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد مقالې لیکي او په دې تړاو یې کتابونه هم چاپ کړي دي. دده په خبره د پاکستان پوځي حکومت میلیونونه وګړي برمته کړي دي او په سیمه کې د سیاست پر ځای د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. هغه څو ځله په خپلو مرکو کې ویلي وو، پاکستان به تر هغه ښه ورځ و نه ویني چې د ترهګرو ملاتړ کوي او پوځي حکومت واکمن وي. د حقاني همدې څرګندونو د پاکستاني حکومت غوسه پارولې ده او دده د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: