جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د سولېزو غونډو مخه نېولې ده

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د سولېزو غونډو مخه نېولې ده

د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې چې د کراچۍ ښار په جناح پارک کې خپله اعتراضي جلسه جوړه کړي.

د دې غورځنګ یوه غړي، محسن دوړ پرون جمعه پر ټوېټر په ویډيويي پیغام کې وویل چې د پاکستان د حکومت د فشار له امله یې د جلسې د ځای بدلولو ته اړ شوي دي.

محسن داوړ زیاته کړه:

“ریاست ټول زور لګولی دی، نه جلسه پرېږدي، نه د کمپاین اجازه ورکوي، چېرته چې موږ غونډه وکړو، هغه خلک ونیسي، هغه ځای چې موږ غونډې ته په نښه کړی و، جناح پارک، پولیسو هلته رنجر موټر درولي او موږ ته اجازه نه راکوي، خلک یې ویرولي دي، نو موږ پرېکړه کړې چې دجناح پارک پرځای په سهراب کوټ کې غونډه وکړو.”

داوړ وویل چې د پښتنو د ساتنې غورځنګ به سبا یکشنبه د مازدیګر په څلوربجو ، د کراچي ښار په سهراب کوټ سیمه کې خپله غونډه وکړي.

د پښتنو تحفظ غورځنګ وايي، په پاکستان کې د پښتنو د مدني حقونو او له پښتنو سره د تبعیض، د پښتنو د غیرقانوني توقیفونو، هدفي وژنو او لادرکۍ پرضد سوله اییزه مبارزه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: