دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / پاکستان د چمن په دروازه د مسافرو پر وړاندي سخت درېزې زیاته کړي ده

پاکستان د چمن په دروازه د مسافرو پر وړاندي سخت درېزې زیاته کړي ده

د تیرې اونۍ راهیسې پاکستانی لوری خپل تدابیر سخت کړی چې له کبله یې افغان لوری ته سل ګونه پاکستانۍ لارۍ بندی پاتې دی. دغه لارۍ له کراچۍ بندر څخه په کندهار کې نړیوالو ځواکونو ته د الوتکو تېل انتقالوی.

که څه هم په دا وروستیو کې زیاتره افغانان د درملنې په موخه هند او نورو هیوادونو ته ورځی خو بیا هم زیاتره افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځی.

د ډیورند د کرښې په اوږدو کې میشت افغان پوځیان وایې چې ستونزه د پاکستان سرحدی قواوو جوړه کړې ده.

د افغان سرحدی پولیسو منصبدار عبدالله وایې چې پخوا به یې پاکستانی پوځیانو “خبرې منلې” خو اوس حالات بدل شوی دی.

د پاکستان سرحدی قواوو پر چمن دروازې د محدودیتونو د زیاتیدلو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو په وجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپین بولدک او چمن لار په تېر کې څو ځله ټرل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *