یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / پاکستان د ډیورنډ په لانجمنه کرښه تاسیسات بشپړوي

پاکستان د ډیورنډ په لانجمنه کرښه تاسیسات بشپړوي

پاکستان وايي چې د راتلونکي مېلادي کال تر پایه به یې له افغانستان سره په شا و خوا ۲ نیم زره کیلومټره کرښه اغزن تار غځول بشپړ شي. اسلام اباد ویلي چې په لومړي پړاو کې به د ۲۰۱۸ کال تر پایه د ډېورنډ د کرښې د ۴۳۲ کیلومټره هغې برخې اغزن سیم او جال درولو پروژه بشپړه شي چې سویلي وزیرستان د افغانستان له پکتیکا او زابل ولایتونو سره بېلوي.

د همدې پروژې دویمه برخه تر لومړۍ هغې پاکستانیانو اړینه او د پام وړ ګڼلې چې ټول شمالي وزیرستان له افغانستانه بېلوي او اوږدوالی یې ۴۰۰ کیلومټره بلل شوی.

پاکستان پر دغه برخه هم کار روان کړی او تمه کوي چې کار به یې په ۲۰۱۹ کې پای ته ورسېږي.

ورسره په خوا کې د خی رب او مهمندو ایجنسیو پر اړوندو کرښو هم پوستې جوړې شوې دي.

اسلا م اباد له تېرو ۸ کلونو راهیسې پر ډېورنډ کرښه د جال درولو کار په وقفیي ډول تر سره کړی، خو تر بل هر وخته اوس دغه چاره په چټکۍ سره روانه ده. پاکستاني چارواکي وايي چې پر دې پروژه ۱۰ میلیارډه کالدارې لګښت راځي.

پاکستان دا مهال په ۱۴ سیمو کې د سلګونه ګاډو او زرګونو سرتېريو او کارګرو په مټ د جال غځولو په چاره بوخت دی او په ګڼو سیمو کې یې د سیمیزو خلکو په وینا د افغانستان د اوسنۍ خاورې یو شمېر برخې لاندې کړې دي.

له چتراله د بلوچستان تر تفتانه د دغې کږلېچنې غرنۍ او ډاګیزې سیمې په ټولو برخو کې پاکستاني پوځ له افغانستان سره د خپل سرحد ټاکلو ته یو اړخیز کار پیل کړی دی.

له خپرو شویو تصویرونو له ورایه ښکاري چې پاکستان د دغې سیمې پر ټولو حاکمو او لوړو سیمو پوځي چوڼۍ جوړې کړې او تارونه یې د لوړو غرونو او غونډیو د افغانستان غاړې په لاندې برخو کې کش کړي دي.

د اسلا م اباد له پلان سره سم به پر دغه پوله ۴۴۳ نیمه لوی پوځي مرکزونه جوړېږي چې د ۱۵۰ هغو کارونه یې بشپړ کړي او زرګونه پنجابي سرتېري پکې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانانو پر خاوره ۱۱ سوه پوستې جوړې شوې او نورې هم د جوړېدو په حال کې دي چې ځینې یې ان په ۱۲ سوه فوټه لوړو څوکو کې ودانې شوې دي.

د افغان انګرېز له جګړو دا دی څه باندې ۱۲۰ کاله وروسته پنجابی پوځ په دغه سیمه کې اوږدمهالي مرکزونه ودانوي چې موخه یې د تل په مخه د دغه سیمو تر کنټرول لاندې راوستل بلل کېږي.

پر ډېورنډ د اغزن تار او جال غځولو له تصویرونو برېښي چې پاکستان له دقیقې نظامي، سیاسي، اقتصادي او سوق الجیشي څېړنې او مطالعې وروسته پر ټولو هغو نقطو خپلې اډې جوړوي چې له افغانستان سره په راتلونکي کې د هر ډول شخړې پر مهال ترې سیاسي او نظامي ګټه پورته کولای شي.

د پاکستان د پوځ ۱۱ مه لوا چې په وزیرستانونو کې له شا و خوا ۵۰ زره سرتېرو سره مېشته ده، وايي چې دوی په سیمه کې د اغزن تار په خوا کې ۱۵۰ کیلومټره سړک پخوي او د نږدې ۷۰۰ کیلومټره نور سړک ډیزاین د دوی په وینا روان دی.

پنجاب غواړي چې په قبایلي او ډېورنډ ته نږدې سیمو کې د نږدې ۸۰۰ روغتونونو، ښوونځیو، انسټیټیوټونو او نورو اقتصادي او سوداګریزو مرکزونو او پروژو په جوړولو سره د سیمې د خلکو پام د اسلا ماباد پرخوا واړوي او د تل په مخه یې له خپل پښتانه افغان ټبر سره جلا کړي.

بل خوا له کندهار او زابل سره پر پوله پاکستان د سلګونه کیلومټره لوی خندق د ایستلو چاره هم روانه کړې چې په یوشمېر سیمو کې یې د افغانستان کلي هم ور خپل کړي دي.

سره له دې چې کابل له دغه کار سره په تېرو لسو کلونو کې مخالف کړی، خو پاکستان له امریکا سره د اړیکو د خړپړتيا په ټس کې د قبایلي سیمو د لاندې کولو پر پروژه له سیاسي او نظامي اړخه پام ډېر کړی دي.

د اسلا ماباد موخه د پاکستان د ۱۰ په سلو کې هغې خاورې بشپړ خوندي کول دي چې د مرکزي دولت تر واک بهر وه او له افغانستان سره یې ازاده راکړه ورکړه او تګ راتګ لاره. پاکستان په وروستیو ۴۰ کلونو کې پر ډېورنډ له ازادۍ څخه پوره خوند واخیست او پر افغانستان یې هغه نادودې وکړې چې کېدای شي د افغانونو له زړونو او مغزو چېرې هم و نه وځي.

د افغانستان او پاکستان د وروستیو کلونو سرحدي لانجو ته په کتو سره پر ډېورنډ کرښه راتلونکی له نظامي شخړو ډک برېښي او فکر کېږي که حالات همدا ډول پر مخ ولاړ شي، پاکستان به له سوق الجیشي اړخه هم پر افغانستان برلاسی وي او تل به زموږ کپرۍ او نظامي اډې لکه په تورخم کې چې دي، د دوی د توپکو تر شپېلۍ او دوربینونو لاندې وي.

افغانستان پر ډېورنډ د پاکستان د پولې بندولو هڅې ته باید نه یوازې د ډېورنډ د نه منل کېدو له دریڅې وګوري، بلکې د ډېورنډ د نړیوالې شخړې د حل تر مودې دې پر دغه کرښه د پاکستان د اغزن تار او جال غځولو او نظامي اډو جوړولو ځای ځایګي او موقعیت ته جدي پام وکړي چې د راتلونکي کړکېچ او احتمالي شخړو مخه ونیول شي.

پاکستان د ترهګري له روانې نړیوالې جګړې او د امریکا له شتونه د ډېرو نورو برخو په څېر د ډېورنډ د خپلولو او رسمي بڼې ورکولو په برخه کې ډېر څه تر لاسه کړل.

اسلا م اباد په لوی لاس له کابل سره پر کرښه جګړې ته زمینه برابره کړه او بیا یې پر کرښې د ځان خوندي کولو په نوم د پښتون ملت پر خېټه اغزن تار غځولوته زور ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *