شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د ډیورنډ په نامنلې کرښې،د دواړو خواو پښتانه په امنیتي ځنځېر کې تړي

پاکستان د ډیورنډ په نامنلې کرښې،د دواړو خواو پښتانه په امنیتي ځنځېر کې تړي

پاکستاني پوځې چارواکي وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې پولې یا ډیورنډ کرښې د امنیت او ښه مدیریت په هکله اسناد افغان حکومت ته استول شوي.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال اصف غفور تېره ورځ له یوه خصوصې ټلویزیونن سره د مرکې پر مهال وویل چې د کرښې په اوږدو کې د امنیت د ساتنې په خاطر دواړه هېوادونه باید د اړین ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاته کړه، که چیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې د مدیریت په هکله یوه مکانیزم جوړ شي نو د پولې په اوږدو کې به ډیرې ستنونزې اوارې شي.

جنرال اصف په دې اړه نور جزیات ور نه کړل او افغان چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ یوه لوړپوړي چارواکي تېر کال وویل، چې له افغانستان سره د پولې په هغو سیمو کې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې کټارې او اغزن تار په بشپړ ډول ولګول شي چې ترهګرې ډلې ترې د تګ راتګ لپاره کار وانخلي.

خو جنرال غفور وایي، پاکستاني پوځیان هڅې کوي تر د ۲۰۱۹ میلادي کال پورې له افغانستان سره د ۲۶۰۰ کلومټرو په اوږدوالي د پولې مدیریت چارې بشپړ کړي.

پاکستاني پوځې چارواکي په دې باور دي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو د پولې مدیریت بشپړول به یې د سیمې پر امنیت باندې مثبتې اغیزې ولري.

بلخوا افغان چارواکي تل ټینګار کړي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالې په بهر کې موجود د ترهګرو ډلو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري.

د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو او د حقاني ترهګرې شبکې په پاکستان کې امن ځایونه لري او له دغه هېواد څخه او ځینو کړیو په مرسته په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *