پهداسې حال کې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالی له کبله ورځ تر بلې خرابې شوی دی، همدا سیاسی کړکېچونه د کډوالو په ګډون پر نورو ټولنیزو اړخونو هم بې اغېز نهدی پاتې شوی.
د همدغو کړکېچونو په دوام پاکستان سږ کال د هغو کوچیانو پر وړاندې خپل څړ ځایونه بند کړل چې هر کال یې خپلې رمې د افغانستان له ختیځو او مرکزی سیمو څخه د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د څړ لپاره بیولې.
رویټرز خبری اژانس د جرمنی د یوې خیریه ډلې هغه وروستۍ ارزونه راخېستی چې وایی، دوه سوه زره کوچیان چې د پاکستان لار ورباندې تړل شوې، د افغانستان په خوست ولایت کې له سختې لوږې سره مخامخ دی.
دغه اداره وایی، دا شمېر کوچیان یوازې د راتلونکو دوو اونیو لپاره کافی خوراکی مواد لری.
